Minderoo - Thrive By Five Logo
Minderoo - Thrive By Five Logo


1. پیژندنه:

د مندیر اساس یا (The Minderoo Foundation Pty Ltd (ACN 098 198 684)) د با اعتبار اساس په ټوګه ژمن دی چې زموږ شخصي معلومات به ساتي.

دا سند د شخصي حریم په اړه د معلوماتو راټولولو، ګټه اخیستنې او محرمیت په اړه د () شخصي حریم معلومات راټولوي. دا سند همداراز ښايې چې څرنګه کولای شئ خپل شخصی معلومات ترلاسه کړئ او هغه کې بدلون راولی او یا يې په اړه پوښتنه وکړئ او یا انتقاد وکړئ. موږ دا قانون ستاسو د شخصی معلوماتو د ساتلو لپاره پلی کوو.

له دې اپلیکېشن څخه په استفادې تاسو کولای شئ خپل شخصی معلومات څرنګه چې په دې قانون کې یاد شوي دي مدیریت کړئ او دې قوانینو ته باید خپله ژمن واوسئ.

2. د شخصي معلوماتو راټولول

2.1 شخصي معلومات څه شي دي؟

شخصی معلومات هغه معلومات دې چې تاسو د یو ځانګړي شخص په توګه معرفي کوي او یا هغه معلومات چې تاسو په کافي اندازه معرفی کوي شخصی معلومات دي.

موږ دا اپلیکېشن داسې برابر کړی دی چې ستاسو او ستاسو د ماشوم په اړه لږ معلومات غواړي. ديری هغه معلومات چې تاسو یې دې اپلیکېشن ته ورکوۍ د تاسو د پيژندګلوی په اړه نه دي. لکه بعضی وخت یواځې له تاسو څخه نوم غواړي چې تاسو مجبور نه یاست خپل او یا د ماشوم اصلی نوم ورکړی. هر انځور او ویدیو چې تاسو يې استفاده کوي یواځې ستاسو په صفحه کې ذخیره کېږي او موږ ورته لاسرسی نلرو.

سره له دې چې ځینې وخت شخصی معلومات یو له بل سره ګډيږي خو بیا هم موږ د دې قانون په اساس ستاسو شخصی معلومات پټ ساتو.

2.2 کوم شخصی معلومات د دې اپلیکېشن په واسطه راټولېږي؟

که غواړئ له دې اپلیکېشن څخه ګټه پورته کړئ نو باید ځینې شخصی معلومات له موږ سره شریک کړئ. په دې صورت کې موږ له تاسو څخه ستاسو نوم او د ماشوم نوم او د زيږدو کال او میاشت غواړو. همدارنګه نور معلومات چې څرنګه له دې اپلیکېشن څخه ګټه اخلئ او د دې باره کې څه نظر لرئ له تاسو غواړو او له ځان سره ذخیره کوو. موږ همدارنګه نور معلومات هم چې تاسو یې دې اپلیکېشن کې ذخیره کوي له ځان سره ساتو.

2.3 د شخصي معلومات له راټولولو زموږ هدف څه دي؟

موږ صرف هغه شخصي معلومات راټولو چې په دې اپلیکېشن کې د کار کولو لپاره اړين وي. د مثال په توګه موږ په دې اپلیکېشن کې هغه شخصي معلومات راټولوو چې د چوپړتیاوو او د خدماتو د پراختیا لپاره ستاسو سره مرسته کوي.
امکان لري موږ ستاسو له شخصی معلوماتو څخه د جانبي او انکشافي مقاصد لپاره هم ګټه واخلو.

د صحی او پروخت خدماتو لپاره موږ ستاسو شخصی معلومات په دې اپلیکېشن کې ځایوو او کیدای شي هغه دریم شخص هم وګوري لکه څرنګه چې په دریمه برخه کې راغلي دي. موږ په دې اړه چې دا معلومات به دریم شخصی پت ساتي معقول تدابیر نیولي دي.

2.4 موږ څرنګه شخصي او غیرشخصي معلومات راټولوو؟

موږ یواځې له شخصي لارو څخه کولای شوی ستاسو دا معلومات راټول کړو او موږ اکثریت معلومات په مستقیمه توګه راټولوو. مثلا کله چې تاسو په دې اپلیکېشن کې شخصي پروفایل جوړوی او موږ ته وایی چې څه ډول خپل ماشوم له دې اپلیکېشن سره عادت کړئ نو تاسو کولائ شی د (skip) بټن به کېکاږلو سره ځینې معلومات محدود کړئ.

موږ همداراز هغه معلومات چې ستاسو سرور یې زمونږ دستګاه سره وصل کړی دی، ستاسو موقعیت، هغه وخت چې تاسو دا اپلیکېشن استعمالوئ او همداراز ستاسو د لاسرسي وخت په اړه معلومات راټولوو او له ځان سره یې ساتو.

که تاسو پریکړه کړې وي چې خپل شخصي معلومات له موږ سره شریک کړئ او خپله شخصي پروفایل جوړوئ په دې صورت کې موږ له تخنیکي پلوه ځینې معلومات راټولوو چې تاسو یې موږ ته را پېژني.

3. موږ څرنګه ستاسو شخصي معلوماتو څخه ګټه اخلو او څرنګه یې افشا کوو

3.1 موږ ستاسو شخصي معلومات صرف د هغو اهدافو لپاره چې به ۲.۳ برخه کې راغلي او د نورو منطقي مواردو لپاره ساتو او یا یې افشا کوو.

الف: دا شخصی معلومات کیدای شئ هغو دریمو اشخاصو ته افشا شي چې تاسو ته خدمات وړاندې کوي لکه د ویب خدماتو وړاندې کوونکي او یا د اطلاعاتو دخیره کوونکي

ب: دا معلومات به دولتی ادارو، نظارتي اورګانونو، او محکمو ته وړاندې کېږي او همداراز ستاسو باصلاحیته استازی هم کولای شي دا معلومات وګوري

پ: موږ ستاسو شخصی معلومات همداراز د مشکوکو فعالیتونو، بدې استفادې او غیرقانوني فعالیت په توګه هم افشا کولای شو

او د قانون په چوکاټ کې کولای شو ستاسو شخصی معلومات هم افشا کړو

3.2 بهر ته د معلومات لېږدول

ستاسو شخصي معلومات کیدای شي له هېواد څخه بهر زموږ په واسطه د خدماتو وړاندې کوونکې ته افشا او نقل شي. د مثال په توګه موږ آسترالیا کې ستاسو دا معلومات محرم ساتو.

له دې اپلیکېشن څخه د استفادې په صورت کې او همداراز ستاسو په خوښه موږ کولای شو دا معلومات استرالیا کې ذخیره او پروسس کړو. آسترالیا کې د شخصي حریم په اړه به معلومات هغه ځای حکومت تاسو ته بیان کړي.

4. ستاسو د شخصی معلومات خوندیتوب

موږ دا اپلیکېشن داسې برابر کړی دی چې کولای شی ستاسو معلومات پرته له لاسوهنې او دریمو کسانو له رسیدو پرته آسترالیا کې ذخیره شي. موږ ستاسو د شخصي معلوماتو لپاره خاص امنیتی تدابیر په نظر کې نیولي دي. موږ ستاسو د شخصی معلوماتو د خوندیتوب، له منځه تلو، اصلاح او افشا په پار ځانکړي تدابیر تر لاس لاندې نیولي دي.

موږ ستاسو دا شخصی معلومات په الکترونیک او یا فزیکي توګه له ځان سره ساتو، موږ ستاسو د دې معلوماتو د خوندی ساتلو لپاره د کار ځای کې او همداراز په دستګاوو کې ځانکړي امنیتی تدابیر(لکه پاسورد ورکول) تر لاس لاندې نیولی دي. که دا معلومات ډیر ارزښت ونلري نو موږ یې له منځه وړو.

څرنګه چې دا معلومات د انترنیت په واسطه موږ ته رالېږئ نو موږ نشو کولای دا د دې معلوماتو د انتقال په وخت کې تاسو ته ضمانت وکړو. موږ دا ضمانت هم نشو کولای چې دې انتقال په وخت کې به دې معلوماتوکې لاسوهنه نکېږي. نو کله چې موږ ته معلومات رالېږي مسوولیت به یې هم تاسو اخلی.

5. ستاسو د شخصی معلوماتو ته لاسرسی او اصلاح

5.1 لاسرسی

تاسو زموږ سره خپلو شخصي معلوماتو ته د لاسرسی حق لرئ او تاسو کولای شئ دا معلومات په هره منطقي طریقه وغواړئ.

کله چې تاسو شخصی معلومات غواړئ نو موږ باید ستاسو پیژندګلوی تایید کړو تر څو نور کسان ونه کولای شی دا معلومات وګوري.

کله چې ستاسو هویت زموږ سره تثبیت شو موږ په ۳۰ ورځو کې دا معلومات ستاسو په اختیار کې درکوو او کله کله دا معلومات ډیر وخت غواړي.

کله چې موږ دا معلومات ستاسو په اختیار کې نه درکوو نو تاسو ته به منطقي دلیل وړاندې کړو.

موږ د دې معلومات په اړه له تاسو څخه پیسې نه اخلو خو که دا معلومات ډیر پيچلی وي نو تاسو باندې بیا مصرف راځي لکه د هغو کارمندانو زیار چې دا معلومات یې راټول کړي دي.

که غواړئ شخصي معلومات مو ترلاسه کړئ نو په ۶ برخو کې تاسو ته لارښوونه شوې ده.

5.2 اصلاح

تاسو کولای شئ هر وخت د خپلو معلوماتو د نیمګړتیاوو او اشتباهاتوو په اړه له موږ سره اړیکه ونیسئ او دا معلومات مو اصلاح کړئ.

که غواړئ په دې اړه له موږ سره اړیکه ونیسئ نو په ۶ برخو کې تاسو لارښوونه شوې ده.

موږ په ۳۰ ورځو کې د دې معلوماتو اصلاح په پار له تاسو سره اړیکه نیسو او یا ځینې وخت کېدای شي ډیر وخت ونیسي.

کله چې ستاسو معلومات اصلاح کېږي نو تاسو باندې هیڅ مصرف نه راځي.

ځینې وخت موږ نه غواړو ستاسو معلومات اصلاح کړو نو په دې وخت کې موږ تاسو ته یوه خبرتیا درکوو چې موږ نشو کولای دا معلومات ورزیات کړو.

تاسو همداراز کولای شئ دا معلومات په خپل شخصي پروفایل کې ذخیره کړئ.

6. د حریم خصوصی برخې سره اړیکه

زموږ د شخصی حریم ادارې سره تماس نیول

که غواړئ خپلو شخصي معلوماتو ته لاسرسئ ولري په دې لاندې طریقو زموږ سره اړیکه نیولای شئ.

د تلفون له لاری:

+61 8 6460 4949 between 9:00am and 5:00pm Monday to Friday.

د پوست له لاری:

Thrive by Five
Minderoo Foundation
PO Box 3155 Broadway Nedlands WA 6009.

د ایمل له لاری:

hello@thrivebyfive.com

که چیری فکر کوئ چې موږ ستاسو شکایت ته په ښه توګه رسیده ګي نه ده کړې نو کولای شئ په استرالیا کې اطلاعاتو ته د لاسرسي له کمیسارۍ سره په دې آدرس اړیکه ونیسئ.

enquiries@oaic.gov.au or on 1300 363 992

قانون کې بدلون او تبدیل

موږ هر وخت کولای شو د ښو خدماتو او فعالیتونو په پار دا د شخصی حریم قانون هر وخت تغیر او تبدیل کړو

تاسو کولای شئ د دې قانون یوه نسخه له ځان سره وساتئ.

د وروستی خل لپاره خپره شوی : جولای۲۰۲۱

دا اپلکیشن لخوا

Mindero Foundation Logo

دغه وړیا اپلیکیشن د انډرویډ یا آیفون لپاره ډانلود کړئ او له خپلو ملګرو او کورنیو سره یي شریک کړئ.