1. پيژندنه
د دغو شرایطو او ضوابطو په نظر کې نیولو سره تاسو کولای شئ پنځ ګوني نړیوال اپلیکېشن ته د لاسرسي او ګټه اخیستنې حق ولرئ.
۱.۱ مخکې له دې تاسو له دې اپلیکېشن څخه ګټه واخلی دا شرایط او ضوابط به دقت سره مطالعه کړئ، د دې شرایطو او ضوابطو پرته له دې اپلیکېشن څخه استفاده مه کوئ.
۱.۲ دا شرایط او ضوابط د ګټې اخیستنې په تړاو د نورو اړوندو شرایط پرته زمونږ د شخصی حریم په تړاو دي.
۱.۳ په دې سند کې لاندې اصطلاحات دا معنی لري.
الف. () هغه معنی لري چې په ۱.۱ فقره کې راغلې ده.
ب.() هغه معنی لري چې په ۱.۳ فقره کې راغلی ده.
ج. (ماشوم) په دې موضوع کې د هغه ماشوم معنی لري چې هغه فعالیتونو کې برخه اخلي چې دا اپلیکېشن یې وړاندیز کوي.
د. (شخصی حریم) هغه مفهوم لري چې په ۱.۳ فقره کې راغلی ده.
ذ. ( شخصی نمایه) هغه پروفایل دی چې د پنځمې فقرې مطابق جوړېږي.
ر. (شرایط) هغه معنی لري چې په ۱.۹ فقره کې راغلي دي.
ز. (تاسو او (د ستاسو) مفاهیم هغه شخص ده چې د دې اپلیکېشن شرایط او ضوابط يې منلي وي او هغه ته لاسرسۍ ولري.
س. (ستاسو معلومات) د ټولو هغه اطلاعاتو او معلوماتو په معنی دي چې په دې اپلیکېشن کې اضافه کېږي.
ش. ( زموږ لپاره)، ( موږ) او (زموږ) د دغه (The Minderoo Foundation Pty Ltd (ACN 098 198 684)) په معنی دی.
ص. د همکار په توګه دغه (The Minderoo Foundation Trust (ABN 24 819 440 618)) ته اشاره لري
2. د ګټې اخیستنې شرایط
د دغو لاندې شرایطو په نظر کې نیولو سره باید له دې اپلیکېش څخه استفاده ونکړئ.
الف. که د دغه اپلیکېشن له هرې برخې سره مخالف وی.
ب. که تاسو له دې اپلیکېشن څخه استفاده کوئ او یا بل چا ته د ګټې اخیستنې اجازه ورکړي، او هغه د زیان سبب شي د هغه زیان په شمول چې د دا اپلیکېشن به غلطه توګه استعمالېږي.
3. د ګټې اخیستنې شرایط
۳.۱ مالکیت
موږ د دې اپلیکېشن ټول معنوی حقوق او جواز لکه ( لیکلي، لیدلو، صوتي او نور) لرو.
پرته له هغې جواز څخه چې په ۲.۳ فقره کې راغلی، موږ تاسو او یا بل چا ته د (App IP) حق او امتیاز نشو ورکولای.
په دې شرایطو او ضوابطو کې هیڅ شرط د (App IP) معنوی حقوق چا ته انتقالولای نشي.
4. جواز
موږ تاسو ته د(App IP) یو غیر انحصاری، له انتقال او فرعی جواز پرته یو جواز تر هغه وخته در کوو چې تاسو د ۳.۳ او ۴ فقرې رعایت کړئ. د ۳.۳ او ۴ فقرو له رعایت پرته ستاسو جواز لغوه کېږي او تاسو نشی کولای دا اپلیکېشن استفاده کړی. د دغو شرایطو او ضوابطو په قطع کېدو سره ستاسو جواز هم له منځه ځي.
د جواز محدودیتونه:
تاسو نباید له دې اپلیکېشن څخه داسې ګټه پورته کړئ چې په دې شرایطو کې منع شوې وي.
د (App IP) هیڅ یو برخه نشر، انتقال او د نورو په اختیار کې مه ورکوئ( لکه د دې اپلیکېشن د هرې برخې نشرول په انترنیت کې)
سوداګریز مارک، آرم، ګرافیک، غږونه او یا د دې اپلیکېشن نورې برخې پرته له دې مشخصو موخو څخه مه استعمالوئ.
تاسو نباید د دې اپلیکېشن فعالیتونه او کارونه بدل او یا شخصی کړئ او یا ورته اپلېکشن جوړ کړی.
له دې اپلیکېشن څخه د سوداګریزو موخو په اړه ګټه واخلئ.h v
5. له اپلیکېشن څخه د ګټه اخیستنې طریقه:
د جواز ګټه اخیستنه
تاسو باید له دې اپلیکېشن او (App IP) څخه د شخصی او زده کړه ایزو موخو په توګه ګټه واخلئ. تاسو نباید د یاد اپلیکېشن څخه د سوداګریز او تجارتی موخو په توګه ګټه واخلئ.
تاسو نباید له دې اپلیکېشن څخه د بازار موندنې او نورو سوداګریزو او مالی فعالیتونو په توګه ګټه واخلئ.
تاسو نباید له دې اپلېکېشن څخه په غیرقانوني، منع شویو او مضرو طریقو ګټه واخلئ.
د نورو کسانو ګټه اخیستنه:
تاسو کولای شی نورو کسانو ته هم اجازه ورکړئ چې له دې اپلیکېشن څخه ګټه واخلي، البته د لاندې شرایطو په نظر کې نیولو سره باید دا کار وشی.
تاسو باید اطمینان ترلاسه کړی چې دا کسان د ۴.۱ فقره مراعات کوي، او په زیرک ټلیفون او یا نور وسایلو چې په اپلیکېشن کې ترې ګټه اخیستل کېږي برلاسی وي.
د دغو شرایطو په نظر کې نیولو سره تاسو او یا بل څوک چې تاسې اجازه ورکړې وی دا اپلیکېشن استعمالولای شي خو بل کس ته باید تاسو اجازه ورکړی څو ستاسو له شخصی اپلیکېشن څخه ګټه واخلي او یا هغه وسیله محدوده نکړئ چې تاسو ورته لاسرسی لرئ.
د خبرتیا تر لاسه کول
د الکترونیکي پیغامونو ترلاسه کولو لپاره لکه د یاد راوړلو او هڅوونکي پیغامونه چې له دې دستګاه څخه تاسو ته لېږل کېږي. دا پیغامونه صرف زموږ لخواه تاسو ته لېږل کېږي.
تاسو کولای شئ د خپل اپلیکېشن او الکترونیکي وسیلې په بدلولو سره ځینې پیغامونه چې موږ یې درته لېږو بند کړي.
موږ ځینې پیغامونه چې ستاسو د اپلیکېشن د امنیت لپاره مهم دې که بند شوي هم وي موږ یې ستاسو په موافقه درته لېږو.
شخصي پروفایل
عمومی
تاسو کولای شئ د خپلو شخصي معلوماتو په اضافه کولو سره یوه شخصی نمایه جوړه کړئ.
که تاسو یوه شخصی نمایه جوړوئ نو تاسو په دې اپلیکېشن کې یو شخصی حساب جوړوئ، ستاسو حساب ته یو کود ورکول کېږي چې څوک يې ونه پېژنې او له آسترالیا څخه اداره کېږي.
هغه معلومات چې ستاسو په شخصي نمایه کې ذخیره کېږي دا لاندې معلومات دي، البته که تاسو غواړی معلومات ذخیره کړئ.
۱-ستاسو نوم او یا مستعار نوم
۲- ستاسو د ماشوم نوم او یا مستعار نوم
۳- د ماشوم د زیږېدو کال او میاشت
۴- په دې اړه معلومات چې تاسو او ستاسو ماشوم څرنګه له دې اپلیکېشن څخه استفاده کوئ او د یاد اپلیکېشن پیغامونه ته څرنګه ځواب ورکوئ.
د شخصی پروفایل جوړول:
تاسو کولای شی په خپل شخصی پروفایل کې ځینې معلومات لکه نوم، د ماشوم نوم او د ماشوم د زیږېدو کال او میاشت کم او یا زیات کړئ.
ج. هر وخت چې تاسو غواړئ کولای شئ خپل شخصي پروفایل له منځه یوسئ.
د. که تاسو په غیرقانوني توګه خپل پروفایل ته لاسرسی پیدا کړی، نو ژر تر ژره باید موږ ته احوال راکړئ او د نورو له شخصی پروفایل څخه ګټه واخلی مګر که هغه په واضح توګه تاسو ته اجازه درکړې وي.
ستاسو شخصي معلومات
الف. که تاسو شخصی پروفایل جوړوی نو باید موږ ته ووایئ چې تاسو او ستاسو ماشوم زموږ له فعالیت څخه په دې اپلیکېشن کې راضی یاست. دا معلومات ستاسو په شخصی پروفایل کې ذخیره کېږي. ( لکه څرنګه چې په ۵.۱ فقره کې ویل شوې چې پټ به پاتې کېږي.)
تاسو کولای شئ د یو شخصی پروفایل په جوړولو سره خپل عکسونه او ویدیوګانې هم اضافه کړئ، تاسو عکسونه او ویدیوګانې ستاسو په شخصی دستګاه کې ذخیره کېږي او موږ ته ستاسو شخصی پروفایل نه معلومېږي.
پرته له هغو ویدیو ګانو چې تاسو یې اپلود کوئ نور معلومات ستاسو په پروفایل کې ذخیره کېږي.
تاسو به مسوویت اخلی او ضمانت به کوئ چې ستاسو معلومات په لاندې شرایطو برابر دي.
۱-معلومات به غیرقانونی او منع شوی نه وي.
۲-د هیجا حق باید نقض نکړل شي.
۳- زیات اشتباهات به نلري.
۴- معلومات مو باید ناپسند او ناشایسته نه وي.
۵- نقض کوونکی له خپل شخصی حریم څخه د دفاع او ساتنې حق نلري.
۶ ستاسو معلومات باید تاوتریخوالي ته انعکاس ورنکړي او باید توهین، چل او دوکه، تاوتریخوالی، د ټولنیزو اوصولو مخالف، کینه پاروونکي او تبعیض آمیز شیان باید نه وي.
6 شخصی حریم او اطلاعات
6.1 شخصی حریم6 شخصی حریم او اطلاعات
په دې اړه معلومات چې موږ څه ډول شخصی معلومات راټولوو او ګته ترې اخلو د شخصی حریم په برخه کې شته دي.
6.2: اطلاعات
الف. تاسو به موافقه کوئ چې موږ کولای شو ستاسو شخصی معلومات د اداری کارونو لپاره استعمال کړو.
ب. شمیر( لکه څه وخت له دې اپلیکېشن څخه استفاده کوئ، د څومره وخت لپاره استفاده کوئ، او ستاسو وسیله له کومې دستګاه سره وصل ده.)
7. محدودیتونه او استثناآت
7.1 تاسو به له لاندې مواردو سره موافقت کوئ.
الف. دا اپلیکېشن یواځې د زده کړه ایزو موخو لپاره باید وکارول شي.
ب. تاسو باید یواځې له هغه اپلیکېشن څخه استفاده وکړئ چې قبول شوی وي لکه چې په اتمه فقره کې راغلي موږ ستاسو د تاوان مسوول نه یو.
تاسو او یا بل څوک که له دې اپلیکېشن څخه استفاده کوی نو باید ډاډه واوسئ چې ستاسو کارونه نورو ته تاوان نه رسوي.
موږ تایید کوو چې تاسو پرته له دې چې زموږ سره مو شرایط منلی نور حقوق هم لری چې موږ له هغو سترګې نشو پټولای او نه یي بدلولای شو. دا حقوق د استفادې وړ دې خو پرته له دې شرط څخه.
ج. د قانون په رڼا کې او پرته له دې شرایطو چې دلته راغلي دي موږ د دې اپلیکېشن ټول جواز لرو.
موږ له ټولو زیانونو، حقوقی مسوولیت، تاوان، بیه او نورو تاوانونو څخه مستثنا یو. موږ یواځې هغه مسوولیتونه لرو چې په دې شرایطو کې یاد شوي دي.
تاسو به منئ چې د هر ډول تاوان په صورت کې به د دې اپلیکېشن د رییسانو او چارواکو پر وړاندې دعوه نه کوئ.
په اپلیکېشن کې بدلون او تبدیل حق یواځې د کمپنې لپاره ساتل شوی دی او همدارنکه دا حق چې هر وخت او هر چیرته دا اپلیکېشن بند شي زموږ لپاره ساتل شوی دی.
کیدای شي هر وخت په دې اپلیکېشن کې تخنیکي ستونزې رامنځ ته شی.
که چیری تاسو په دې اپلیکېشن کې سم کار ونکړئ او موږ دا اپلیکېشن تغیر او یا له منځه یوسو نو تاسو د هیڅ ډول تاوان مستحق نه پېژندل کېږئ.
شرطونه او فسخ:
دا شرایط له اولې ورځې چې برنامې ته لاسرسی پیدا کوي پيل کېږي او هر ځل چې اپلیکېشن ته ننوځئ نو دا شرایط باید عملی شي خو یا به زموږ لخوا غیرفعال شوي وي.
کله چې موږ دا شرایط او ضوابط فسخ کړو نو تاسو باید له دې اپلیکېشن څخه ګټه اخیستنه ودروی او نورو ته هم ووایی چې یاد اپلیکېشن استعمال نکړي.
۳.۱، ۶، ۸، ۹.۲، ۱۱ او ۹.۳ فقرې له فسخې مستثنا دي.
که چیرې موږ پوه شو چې لاندې شرطونه نقض شوي دي نو لاندې مرحلې به ترسره شي.
الف. تاسو ته به یو رسمی اخطار درکړل شي.
ب. اپلیکېشن ته به ستاسو لاسرسی لنډ مهال لپاره بند شي.
ج. اپلیکېشن ته به ستاسو لاسرسی د تل لپاره بند شي.
د. ستاسو شخصی پروفایل به بند شي او یا به منځه یوړل شي.
د عامل شرطونه
نور شرایط
پرته له دې شرایطو څخه موږ یې درته یادوو دا شرایط چې دلته (www.apple.com/legal and https://play.google.com/about/play-terms.html) ) ذکر شوی هم باید عملی شي.
اپل:
که چیری تاسو دا اپلیکېشن له اپل خدماتو څخه ډاونلوډ کړی وي د (App Store، یا iTune Store) په ګډون او یا مو له (Apple iOS) څخه ډاونلوډ کړی نو دا شرایط زموږ او ستاسو تر منځ دي او اپل دې برخه کې هیڅ مسوولیت نلري.
موږ تاسو ته اجازه درکوو چې له دې اپلیکېشن څخه د (Apple iOS) محصول په توګه چې ستاسو په اختیار کې دی استفاده وکړئ.
اپل د دې اپلیکېشن ساتنې په اړه هیڅ مسوولیت نلري.
اپل همداراز نشی کولای د دې اپلیکېشن د معنوی مالکیت په اړه دریم کس ته تحقیق، دفاع او حساب ورکړي.
اپل همداراز د دې کارونو پر وړاندې هم مسوولیت نلري.
۱-د دې محصول حقوقی مسوولیت په غاړه نه اخلي.
۲- د دې اپلیکېشن په اړه چې له قوانینو سره سم نه دی عیار شوی.
۳- د مشابه قوانینو او کاربرانو په اړه هر ډول ادعا د اپل مربوط نکېږي.
که چیری دا اپلیکېشن ورنتی ونلري نو باید اپل سره تماس وکړئ تر څو هغه له تاسو څخه پېسې ونه ګرځوي، که نه نو اپل به په دې اړه هیڅ مسوولیت ونلري.
ګوګل:
که مو دا اپلیکېشن د ګوګل له خدماتو (Google Play) او یا د انروید څخه ډاونلوډ کړی وي نو بیا به دا شرایط په نظر کې ونیسئ.
ج. ګوګل له دې اپلیکېشن څخه ملاتړ نکوي.
د. دریم ګړی ممکن ستاسو اطلاعات او د اندراید په اړه اطلاعات راټول کړي.
ح. ګوګل ممکن ستاستو استفادې په اړه معلومات را ټول او ګټه ترې واخلی. تاسو کولای شئ په دې اړه نور معلومات له ګوګل څخه ترلاسه کړئ.
عمومی
بدلون
موږ دا شرایط هر وخت بدلولای شو
کله موږ شرایط او ضوابط بدل کړو نو تاسو ته په لیکلې توګه احوال درکوو او نوی شرایط او د نفود نیټه یې درته استوو، که له دې نویو شرطونو سره موافق نه وی نو دا اپلیکېشن باید بند کړی.
د اسنادو تخصیص:
موو کولای شو پرته له دې چې تاسو ته احوال درکړو خپل حقوق او مکلفیتونه بل چا ته انتقال، تخصیص او یا معامله پرې وکړو.
تاسو نشی کولای هیڅ حقوق مو بل ته انتقال تخصیص او یا معامله کړئ.
فرق کول:
هر کله چې د دې شر
- پر ځای وي.
- که چیری دا مقررات او قوانین د اجرا وړ نه وي نو نور شرایط په پرځای پاتې کېږي او عملي کېدو وړ به وي.
- کلی موافقه:
- دا شرطونه زموږ او ستاسو تر منځ د دې اپلیکېشن استفادې په اړه دې او د پخوانیو ټولو پریکړو پر ځای به کارول کېږي.
- قانون او صلاحیتونه:
- دا شرطونه د استرالیا قوانینو په اساس ترسره کېږي او یواځې د با صلاحیته محمکمې له خوا د بدلون وړ دي.
- دواړه طرفونه د دې په پار چې دا پروسه ډیر اوږده نشی نو له اضافی خبرو او اعاوو څخه به ډډه کوي.
- قانونی او نظارتی افشا
- موږ له Australian Business Register سره ثبت یو
- تاسو کولای شی زموږ د ثبت نسخه په دې ادرس سره پیدا کړئ http://www.abr.business.gov.au
- زموږ شمار په Australian Business کې ۲۴، ۸۱۹، ۴۴۰ او ۶۱۸ ده.
- عمومی وثایق:
- دواړه طرفونه ژمنه کوي چې :
- دا شرایط به مني او له دې قوانینو به پیروی کوي.
- زموږ آدرسونه:
- د پوست له لاری:
PO Box 3155, Broadway Nedlands, Western Australia 6009, attention to Thrive By Five App;
د تلفون له لاری:
+61 8 6460 4949 between 9:00am and 5:00pm Monday to Friday
د ایمل له لاری:
hello@thrivebyfive.com
زموږ راجستر شوی دفتر
171-173 Mounts Bay Road, Perth, Western Australia, 6000.
دا اپلکیشن لخوا
دغه وړیا اپلیکیشن د انډرویډ یا آیفون لپاره ډانلود کړئ او له خپلو ملګرو او کورنیو سره یي شریک کړئ.
Minderoo Foundation Limited © 2022